
افغانستان
افغانستان بانک:د افغانیو ارزښت ساتلو له لاري د کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوو
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۶وری، ۱۴۰۲ل): افغانستان بانک هڅه کوي څو د افغانۍ ارزښت ساتلو له لاري د کورنیو له اقتصاد سره مرسته وکړي.
د افغانستان بانک څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک لومړنۍ موخه د کورنیو بیو ټیکاو جوړوي چې دې کار ته د رسېدو لپاره دې بانک معقولي پولي طرحي تر لاس لاندي نیولي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره هڅه کوي څو د نورو اسعارو په وړاندي د افغانۍ د ارزښت ساتلو له لاري د کورنیو له اقتصاد سره مرسته وکړي.
اعلامیه کې راغلي چې دې بانک د تیر یو کال په اوږدو کې د نورو اسعارو په ځانګړې توګه د امریکایي ډالرو په وړاندي د افغانۍ د زیاتو نوسانونو مخه نیولې چې په پایله کې یې افغانۍ د ډېرو اسعارو په پرتله ښه موقف درلودلی دی.