نړۍ

مارک زوکر برګ؛ واټساپ کارونکي نور کولای شي کمپیوټر کې کانفرانس کال وکړي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۶وری، ۱۴۰۲ل): مارک زوکر برګ؛ واټساپ کارونکي نور کولای شي کمپیوټر کې کانفرانس کال وکړي.

د معلوماتو په اساس په نویو بدلونونو کې اوس واټساپ استعمالوونکي کولای شي چې ډلییز زنګ ( کانفرانس کال) ووهي او په یو ځل څو تنو سره خبري اتري وکړي.

د واټساپ او فیسبوک ادارې مشر مارک زوګربرګ چې د میټا پلیټ فارم له لاري خدمات وړاندي کوي په یوه تازه ټویټ کې یې ویلي چې نور د کمپیوټر کاروونکي هم کولای شي چې کانفرانس کال وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې موږ د واټساپ نوی ډیسکټاپ آپ وړاندي کړ چې په وینډو کې به په یوځل باندي ۸ تنو ته د ویډیو کال او ۳۲ تنو ته د اډیو کال کولو اسانتیا ولري.

په ورته مهال د واټساپ ادارې خبر ورکړی چې راتلونکي کې به د کال کولو په برخه کې نوري اسانتیاوي هم رامنځته کړي چې یو به یې لا زیاتو خلګو سره تماس نیول وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx