
روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!
روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!
لیکوال: م حمادافغان شیرزاد
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۶وری، ۱۴۴۰۲ل): د الله تعالی بندګي ډیره اسانه ده، که چیرته یو انسان وغواړي چې الله تعالی یې د کامیابۍ پر لار رهي کړي نو د کم مشقت او زحمت په نتیجه کې عظیم رب دغه انسان ته لوی لوی اجرونه ورکوي، د جنت مرتبې یې لوړوي، رزق یې پراخوي او تر ټولو ستر څیز چې الله تعالی یې دغه انسان ته وربښي، هغه د زړه سکون، اطمنان او آرام دی، چې په دنیا کې یې هر څوک د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې او کوښښ کوي، خو ډیری خلګ ترینه محروم پاتې وي.
د الله تعالی یو لوی عادت دا دی چې انسان ته یواځې مواقع په لاس ورکوي، یوه بهانه ورته ګوري تر څو انسان د کامیابۍ پر لار لاړ او روان شي، په ډیر وړوکي عمل لوی اجر ورکوي، درجې یې بلندوي او جنت ته یې داخلوي، روژه کې د نفل ثواب په فرض حسابیږي، روژه دار ته یو ګیلاس اوبه، یا خرما او یا هم ماښامی ورکول دومره اجر لري لکه دغه روژه دار ته یې چې الله تعالی ورکوي، د سهار نه تر ماښامه لوږه او تنده په خالص نیت.. ایمانا او احتسابا سره تیرول، د دغه انسان د کامیابۍ، سعادت، جنت ته د دخول او له جهنم څخه د نجات ذریعه ګرځي.
د الله تعالی محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: روژه درحمتونو، برکتونو، مغفرتونو اوسعادت میاشت ده، په روژه کې د الله تعالی بې شمیره رحمتونه راوریږي، پر خپلو بندګانو فضل او کرم کوي، د جنت ټولې دروازې ورته پرانیزي، د دوزخ دروازې ورته تړي، د انسان تر ټولو سرسخت دښمن شیطان هم په دغه مبارکه میاشت کې تړل کیږي، د دې لپاره چې انسان د شیطان له وسوسو وساتل شي او په پاک/ صاف نیت او خالص زړه سره د خپل لوی رب عبادت وکړي.
په روژه کې د انسان نفس وږی کیږي، د لوږې او تندې احساس ورته کیږي او بیا یې په زړه کې د هغه غریب او لاچار سره د مرستې تلوسه پیدا کیږي چې لوږې او تندې تیروي، د روژې یو فلسفه او حکمت دا هم دی چې د انسان نفس تزکیه او صفایي مومي، هلته چې انسان موړ وي، خوراک پسې خوراک کوي نو عبادت په خلاص زړه نشي کولای، خواهشات یې زیاتیږي؛ خو د روژې په برکت انسان له ډیرو خواهشاتو راحیساریږي او د خپل معبود د بندګۍ حق اداء کولای شي او پر همدې لوږې او تندې الله تعالی دغه انسان ته خوښۍ او لوی اجرونه ورکوي.
روژه د الله تعالی له لورې د خصوصي برکتونو، رحمتونو او خوښیو ډکه او ستره میاشت ده، الله تعالی په دغه میاشت کې د خپل هغه بنده پر مخ چې د خپل رب عبادت کوي، غیبت ونه کړي، د بل چا حق ونه خوري، د ناوړه او فحش کارونو څخه ځان وژغوري د جنتونو ټولې دروازې خلاصوي، د شیطان له وسوسو یې بچ کوي، د دوزخ دروازې یې پر مخ تړي او همدا راز د رسول الله مبارک هغه مشهور حدیث “کل عمل ابن آدم يضاعف، الحسنة بعشرامثالها الى سبعماﺋة ضعفٍ” الخ چې د بنده د هر نیک عمل ثواب دوه چنده، لس چنده او اوه سوه چنده ورکول کیږي، تر دې چې حدیث قدسي کې الله عزوجل فرمایي چې روژه زما لپاره ده او د دې اجر به بنده ته زه خپله ورکوم.
دا چې روژه د برکتونو او رحمتونو میاشت ده نو راځئ چې موږ او تاسو هم له دغه زرین فرصت او چانس څخه سالمه استفاده وکړو، عبادت پکې وکړو، د لوی رب د رضا لپاره له خپلو نفسي خواهشاتو تیر شو، د سهار نه تر ماښامه د لوږې او تندې تکلیف عبث ونه ګرځوو؛ بلکې مثمر یې کړو او د خپل ځان لپاره یې د دنیا او اخرت د سعادت نتیجه وګرځوو.
د روژې د لومړۍ عشرې غوره دعاء “رب اغفر وارحم وانت خیرالراحمین”.