نایجریا: په ټاکنو کی درغلیو دنایجریا مسلمانه ټولنه سخته په قهرکړیده

دنایجریا له پلازمیني څخه دبی بی سي خبریال خبرورکړيدي، چي تراوسه پوري لا دحکومت دمخالفي ډلي مشر ښاغلي بوهاري دي ته تیارندي ترڅو دټاکنو پایلو ته غاړه کښیږدي، خو نوموړی دسخت کورني اوبهرني پشار له کبله کیداي شي ډیر ژرماتي ومني اوخاموشی اختیارکړي. له بلي خوا په نایجریا کي دګټونکي ډلي عیسایی مذهبه مشر ګوډلاک جوناتن، دمخالفو ډلو پرټولو مشرانو ږغ کړیدي ترڅو له خپلو پلویانو څخه وغواړي چي به هیواد کي له ګډوډی اوافراتفري څخه لاس واخلي، په هیواد کي ددایمي امن پرمختیا اوخوشحالي لپاره له ګټونکي ډلي سره څنګ پرڅنګ کاروکړي، نوموړي زیاته کړه هیڅ یوسیاسي مشر حق نه لری چي هیواد کي دخپلو ناسمو ارادو لپاره دولس وینه تویه کړي، تیره ورځ دنایجریا دټاکنو کمیسون اخرنئ پایلي اعلان کړي، چي په هغه کي عیسایی مذهبه کاندید ګوډلاک جوناتن ۲۲.۵ ملیونه رایه او دهیوادبه شمال کي دفوځ پخواني جنرال اومسلمان کاندید محمدو بوهاري ۱۲.۵ملیوه رایه وړیدي، خو دمسلمان کاندی محمدو بوهاري له لوري دکمیسون دپریکړي مخالفت شویدي او وایی چي په ټاکنو کي پراخه درغلي رامنځ ته شویده.
شنونکي وایی دنایجریا په تاریخ کی دا اول ځل دي چي ټاکني دسویل دعیسایانو اودشمال دمسلمانانو ترمنځ غټ اختلاف رامنځ ته کوي، عیسایی مذهبه کاندید ګوډلاک جوناتن دهیواد په سویل کي او محمدو بوهاري دهیواد په شمال کی چیري چي اکثره ابادي یی مسلمانانو بااندی مشتملي ده ډیري رایی اخیستي دي دهیوادشمال ته څیرمه په مرکزی برخه کي چيري چي ډیری وګړي یی مسلمانان دي دواړو کاندیدانو یو شانتي رایی اخیستي، خومسلمان کاندید محمدوبوهاري پرمخالف کاندید باندي ددرغلي تورلګوي اودرایو پایلی نه مني، په نایجریا کي خلګ دهیواد دمسایلو دحل اویا دسیاست پربنیاد چاته رایه نه ورکوي، بلکه خلګ دقومیت اومذهب پربنیاد کاندیدانو ته رایه ورکوی.
بخت الرحمن بخت……………..نن ټکی اسیا