افغانستان

هرات کې د سره صلیب ۵ کارکوونکي تښتول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، اسد ۲۵مه ۱۳۹۳ل): هرات کې نامالومو وسله والو د سره صلیب ۵ کارکوونکي تښتولي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند رفیع الله ستانکزي ویلي چې دغه کارکوونکي د طالبانو لخوا تښتول شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د پېښې پلټنه کوي چې واقعیت لري که نه، که ثابته شوه چې داسې څه شوي دوی به یې په تړاو اړین ګامونه پورته کړي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي د پېښې تایید کړی او ویلي دي چې ۳ انجینران او یو موټر چلوونکی ۲ ورځې وړاندې د ادرسکن ولسوالۍ ته د مرستو د ویشنې لپاره لاړ و چې پرون په لاره کې تښتول شوي.

ادرسکن ولسوالۍ ته په لاره کې زیات شمېر د پولیسو او اربکیانو پوستې پرتې دي.

ځايي خلک وايي چې د سړي تښتونکو سره پولیس لاره لري او اربکیان په خپله تښتونې کوي.

شننونکي وايي چې اربکیان چې زیات شمېر یې په نشه یي توکو روږدي او د کلي ولس منفوره طبقه ده، ددې پر ځای چې امنیت راولي د خلکو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې دوی قومي سپین ګیري په جریان کې اچولي او امید لري چې ډیر ژر به د سرې میاشتې کارکوونکي له تښتونکو له منګولو خلاص شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x