
افغانستان کې د ایران سفیر د ا.ا.ا. د کډوالو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۷وری، ۱۴۰۲ل): افغانستان کې د ایران سفیر د ا.ا.ا. د کډوالو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي کتلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په کتنه کې د یاد وزارت سرپرست وزیر د ایران له سفیر څخه د مننې ترڅنګ له هغه څخه غوښتي چې ایران هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو سره نېک چلند، د حج مراسیمو په وخت د افغانانو تګ راتګ، د کډوالو چارو وزارت د اتشې سره د همکاریو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو افغانانو د جسدونو د چټک لېږد برخو کې همکاري وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د کتني په مهال د ایران هیواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې دوی به ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شته ستونزي له اړوندو چارواکو سره شریکي کړي او په وینا یې، موږ تل هڅه کوو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي لا نږدې او پیاوړې شي.