
افغانستان بانک تېرکال۸۷۶صرافانو او پولي خدمتونو وړاندي کوونکو ته جوازونه ورکړي
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۷وری، ۱۴۰۲ل)؛ افغانستان بانک؛ په تېر کال کې مو ۸۷۶ صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندي کوونکو ته جوازونه ورکړي
له افغانستان بانک څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې یاد بانک د بانکي سکتور ترڅنګ د غیر بانکي مالي موسسو چې صرافان، د پولي خدمتونو وړاندي کوونکي، د برېښنایي پیسو، اداینو ( تادیاتي) مؤسسې او د وړو پورونو مؤسسې پکې شاملي دي، د تنظیم او د کړنو څارنې مسؤلیت هم په غاړه لري.
اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو په ځانګړې توګه د صرافیو او پولي خدمتونو د روڼتیا، د ښه تنظیم او څارني په موخه اړوند مقررات تعدیل او معیاراتو سره سم لازم شرائط وضع کړي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان بانک د نورو شرائطو سره سم ټول انفرادي جوازونه فسخ او د تېر کال په اوږدو کې ۸۷۶ صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندي کوونکو ته شرکتي جوازونه ورکړي چې د هغوی کړنې معیاري او په کړنو کې یې روڼتیاوې رامنځته شوې دي.