
غزل _ چنار ټکور
څومره درپه دریې څومره ستړی یې
ژونده! زه دي پېژنم نیمګړی یې
ته هم لکه ماغوندي غمجن ښکا رې
ته هم ددې وران وطن وګړی یې
اوس به دي نووړمه تریوځای پوري
څه وکړمه اوس خوخدای راکړی یې
لپې لپې اوښکې مي درزار کړلې
وه! دژوند ګلابه لا ومړی یې
وخته! ته هم هیچاته څه نه وایې
بس په اوږوبار یې تیار مړی یې
زه به دي زخمونوته (ټکور) کړمه
ځکه چې دمات منګي کدړی یې