
د اوسپنې ویلي کوونکو فابریکو په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۷وری، ۱۴۰۲ل): بهر ته د کباړ قاچاق له مخنیوي وروسته د اوسپنې ویلي کولو فاریکو تولیدات زیات شوي.
د ا.ا.ا. اقتصادي معاونیت څخه په نشر شوي ویډیویي راپور کې ویل شوي چې د تېر ۱۴۰۰ کال د جدې میاشتي په ۱۴مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۷ مصوبې د ۶ بند پرېکړي په اساس چې (له هیواد څخه د زړې اوسپنې او کباړ صادرول او قاچاق د پخوا په څېر په مطلق ډول بند دی.)، او د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اړونده ارګانونو په مرسته د زړو اوسپنو او کباړ د صادرولو او قاچاق مخنیوي په برخه کې کلک ګامونه واخلي.
راپور کې راغلي چې د کابینې له پرېکړي وروسته د اقتصادي کمېسیون لخوا مؤظفي شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د کورني صنعت د تقویې په برخه کې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم د اوسپنې په ویلي کوونکو کورنیو فابریکو په هیواد کې د راټولي شوې اوسپنې د خرڅلاو په اړه عادلانه پرېکړه وکړي.
راپور لیکي چې مؤظفي کمېټې پرېکړه وکړه چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوسپنې پلورنکو لخوا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه راټوله شوې اوسپنه د بازار ورځني قېمت ته په کتو د اوسپنې په ویلي کوونکو فابریکو پلورل کیږي.
راپور همداراز لیکي چې د کباړ او زړو اوسپنو د صادرولو او قاچاق له مخنیوي وروسته د اوسپني ویلي کوونکو فابریکو د خامو موادو ستونزه حل، د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی او د حکومت له لوري یې په تولیداتو د پام وړ مالیه کمه شوې ده.
د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې اوس مهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلي کولو لسګونه فابریکې فعالي دي چې په نړیوال معیار برابر د ګاډرو، ګول سیخ، المونیمي او نورو بېلابېلو توکو تولیدات لري.
بلخوا د اوسپنې ویلي کوونکو فابریکو څښتنان د اسلامي امارت له یادي پرېکړي خوښ دي او وایي چې بهر ته د زړو اوسپنو او کباړ د صارولو او قاچاق په مخنیوي سره یې صنعت وده کړې او د پخوا په پرتله یې په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
باید وویل شي چې اوس مهال په یادو فابریکو کې زرګونه کار کوونکي پکار بوخت دي چې له دې لاري د ژوند اړتیاوي پوره کوي.