ادبي لیکني

درې ویشتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۴/شعبان/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
زړه د خوبانو په ښکالو پوهیږي!
بـاغ د سپرلیو په راتلو پوهیږي!
اجمل خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځیني د حال په ژبه نه پوهېږي
ځیني د سترګو په کیسو پوهېږي
لاروی خروټی

هغوی په مینه کې زړۀ چیرته وژني
څوک چې په درد د جنازو پوهېږي
شفاعت ريحان

په خزانونو کې یې نه مري هیلې
چې په ارزښت د پسرلو پوهېږي
مهاجر زاهد ساپی

د نفرتونو په خوا نه ور ګوري!
چې څوک په ژبه د نغمو پوهېږي
محمودي انصار

چیرته خوشحال زړه په وطن لټوي
له زهیر زړه تښتی په زړو پوهیږي
قاري یوسف احمدي

میـن به څه خپله کیسه پټوي
خلک د زړه په درزېدو پوهېږي
اکرام الله امېد

لالی کۀ نور پۀ څۀ خبر نۀ وي خو
بس یو زما پۀ ځورېدو پوهیږي
محمدالله همیم

زه به دردونو ترې خوړلی یمه
زړګی ناځوانه چې تر څو پوهېږي!
عزیزالرحمن ایاس

په تصور کې د اشنا خیالونه
په تغزل کې جمالو پوهېږي!
عبدالوهاب مومند

کیف د لمړي ملاقات نه هیریږي
فقط میَن په دې کیسو پوهیږي
ستار مبهم

زه بـه تـرې خپله ځوانـي وګرځوم
که چیرته ښکلی په وعدو پوهیږي.
مستغفر ګربز

لکه زما زړه ته چې لاره لري!
مور مې زما په اندېښنو پوهېږي
نقیب الله ارمان

خیر که مې ووته له خولې نه کوکه
خدای هم عاشق دی پر نازو پوهیږي!
امین وردګ

هغوی د جنګ میدان کې شاته نه ځي!
چې په اصولو د پښتو پوهېږي
بندیوان لټون

ماشوم د چم مو حماسې یادوي
زمونږ ځوانان په غیرتو پوهېږي
عاکف مهاجر

د حب خمار چې یې لېمو کې ښکاري،
د پیغمبر په قصیدو پوهېږي!
راشد جالب

دې سړي خوند له عبادته واخیست
په قیام پوه ده په سجدو پوهېږي
لاروی خروټی

چې شرنګهار د زولنو يې ويښ کړي
کله په شرنګ بيا د بنګړو پوهېږي
نور قانع

خواږه خړونکي په ترخو پوهیږي!
ترخه خړونکي په خوږو پوهیږﺉ?
جهادي عمري

دوی نه د بيا راتللو لار غلتيږي
دوی ګلالي فقط پۀ تلو پوهيږي!
طاهر اترنګ

چاته زړه سپک کړم، چاته حال ووایم
څوک به زما په اسوېلو پوهېږي
مهاجر زاهد ساپی

د چا چې زړه مات وې هغه تر ټولو
پوره په درد د ماتیدو پوهیږي
ریحان اخندزاده

زموږ د کلي لیوني سړي اوس!
لکه پوهان پۀ  اشارو پوهېږي
نقیب الله حنیف

قاضي په خدایږو ملامت بې نکې
عاشق د عشق په قبالو پوهیږي.
عبدالغني وفا

په وحدانیت او تخليق نه پوهېږي
کافر مریخ ته په ختو پوهېږي
خالد منعم

د خلکو قدر پیژندلی نشي!
څوک چي یوازي په پیسو پوهیږي.
قاري یوسف احمدي

حسن د یار په تماشو کې خوښ دی
درد د اشنا په مړوندو پوهیږي
ثناءالله معصوم

ياد دې پيکه لکه سپين سترګی ميلمه
قسم په خدای دی که په تلو پوهيږي
عاطف لاروی

سپرلی په خوند ترېنه مچکې اخلي
هیواده ستا په اننګو پوهېږي
شفاعت ریحان

ستا د خورو څڼو خوشبو ښکلوي
پسرلي ټول په کشمالو پوهېږي
معاويه زيارمل

بیرته یې کړې وعدې بیا ماتې کړې
کله هغه په قسمو پوهېږي
حامد ملنګ

ماته د ښار طبیبان مه راولﺉ!
فقط هغه مې په دردو پوهیږي!
جهادي عمري

نه طبیبان نه ملنګان پېژني
نه په درمل نه په دمو پوهېږي!
یعقوب شجاع

زړه مې ناڅاپه د چا یاد نیولی
کوم اېماندار په دې کارو پوهېږي؟
ریحان وردګ

نرمه سندره ورته وږغوي
سېلۍ دي ګله په وږمو پوهېږي
شفاعت ريحان

دلته څوک مينه ورور ولي څه کوي
دلته ټول خلک په پيسو پوهېږي!
تراب شينواري

د قدم خاورې یې رانجه ګرځوم
که څوک په قدر د زړګو پوهیږي
مستغفر ګربز

په کې مستوري دي د راز خبرې
زړه مې اوس ستا په اشارو پوهیږي
حسن بلال

زه پرې باور لرمه نه مې پریږدي
یار مې د عشق په سپارو پوهیږي.
طالب عباس

له اندازې ها خوا جنون وړی یم،
شته څوک طبیب په رغېدو پوهېږي?
حامد ناصر

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx