
افغانستان
دفاع وزارت یوه روسي الوتکه ترمیم او الوتني ته چمتو کړه
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۸وری، ۱۴۰۲ل): دفاع وزارت یوه روسي الوتکه ترمیم او الوتني ته چمتو کړه.
دفاع وزارت وایي چې د دې وزارت اړوند د هوایي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتني ته چمتو کړې.
یاد وزارت زیاتوي چې دې الوتکي ازمایشي الوتنه هم په بریالیتوب ترسره کړې ده.
دفاع وزارت همداراز زیاتوي چې د تخریب شویو څرخکو او الوتکو ترمیم ته به ادامه ورکړي.
د یادولو ده چې دفاع وزارت د هوایي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو تر دې وړاندي شاوخوا ۶۰ ډېري له کاره لوېدلې څرخکي او الوتکې بیرته رغولې دي.