
نړۍ
سعودي عربستان کې د ترافیکي پېښي امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۸وری، ۱۴۰۲ل):سعودي عربستان کې د ترافیکي پېښي امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښي له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ کسان نور زخمیان دي.
د سعودي رسنیو په حواله، یاده پېښه تېره ورځ له یو پل سره د زیارت کوونکو د یوه بس تر ټکر وروسته رامنځته شوې او نږدې ټول قربانیان د عمرې زیارت کوونکي دي.
راپورونه وایي چې دا پېښه د خمیس مشط په لویه لاره هغه مهال رامنځته شوې چې د زیارت کوونکو یو بس موټر مکې مکرمې ته په لاره وه او له یوه پل سره تر ټکر وروسته یې اور اخیستې دی.
د معلوماتو له مخي د دې پېښي له امله زیارت ته له بهر څخه ورغلي زیارت کوونکي مړه شوي دي.
د رسنیو په حواله، په دې اړه د سعودي چارواکو پلټني رواني دي.