
افغانستان
میدان وردګو کې د۱۹میلیونه افغانیوپه ارزښت پروژې ګټياخیستني ته سپارل شوې
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۸وری، ۱۴۰۲ل): میدان وردګو پوهنتون کې د څه باندي ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټي اخیستني ته سپارل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایي چې د میدان وردګو ولایت پوهنتون کې د ۱۹ میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت بېلابېلي پروژې ګټي اخیستني ته سپارل شوې دي.
د دې وزارت ویاند زیاتوي چې په یادو پروژو کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو ترمیماتي پروژې، د ۵ میلیونه افغانیو د لمریزي برېښنا پروژه، د ۷ میلیونو افغانیو د کمپیوترلب او لمریزي برېښنا پروژه، د ۲ میلیونو افغانیو د کتابتون لپاره د پارټېشنو پروژه، د ۴.۲ میلیونه افغانیو د پوهنتون زرغونتیا لپاره د لمریزي برېښنا او د اوبو رسولو پروژه، د ۸۰۰ زره افغانیو د انټرنیټ پروژه او د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د تجهیزاتو پروژه شامله ده.