
افغانستان
سوداګرۍ وزارت؛د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۸وری، ۱۴۰۲ل)؛ سوداګرۍ وزارت؛ د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۱۳۵ سلنه او د ۱۳۹۹ لمریز کال په پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
یاد وزارت زیاتوي چې د ۹۲۵ میلیونه ۴۹۳ زره ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، پنبه، وریژي، انار، ممیز، انځر، انګور، انجه، جلغوزي او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، چین، ایران، عراق، ترکیې، قزاقستان او عربي متحده اماراتو ته صادر شوي دي.