افغانستان

افغانستان بانک؛Afpayکارت په واسطه له خپل حساب څخه پیسې اخیستلای شئ

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل)؛ افغانستان بانک، Afpay کارت په کارولو سره له خپل حساب څخه پیسې ترلاسه کولای شئ.

د افغانستان بانک څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک هیوادوالو ته د اوسني عصر له معیارونو سره برابر د اړینو اداینیزو اسانتیاؤ د برابرولو لپاره ژمن دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې اوس مهال تاسې کولای شئ چې د Afpay د کارت په کارولو سره له خپل بانکي حساب څخه د صرافیو د ټولو خپل کاره ماشینونو له لاري پیسې ترلاسه کړئ.

اعلامیه زیاتوي چې نور اړتیا نشته چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو قطارونو کې په تمه پاتې شئ.

د یادولو ده چې یاد کارت له ټولو سوداګریزو بانکونو څخه ترلاسه کیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx