
افغانستان
د هیواد په ۴ زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونه جوړېږي
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل)؛ د هیواد په ۴ زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه جوړېږي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوې نشر کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په پام کې لري چې د هیواد په څلورو زونونو ( کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو په نړیوال سټنډرډ سره د کیفیت د کنټرول لوی لابراتوارونه جوړ کړي.
د یادولو ده چې یاد لابراتوارونه د بې کیفیته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پیر، تولید او واردولو د مخنیوي په موخه جوړېږي.