افغانستان

جاپان له افغانستان سره په روغتیایي او پاکو اوبوشبکو جوړولو برخوکې مرسته کوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل): جاپان له افغانستان سره په روغتیایي او پاکو اوبو شبکو جوړولو برخو کې مرسته کوي

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي چې جاپان ورسره په روغتیایي برخو کې مرسته کوي.

دې ادارې همداراز ویلي چې نوموړي هیواد ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د واکسیناتورۍ او د پاکو اوبو د شبکو په جوړولو کې ۲۱ میلیونه ډالر مرسته کوي.

یونیسف په دې اړه په یوې نشر کړې اعلامیې کې ویلي چې د یاد مبلغ له امله به په ټول افغانستان کې ۱۸.۳ میلیون میندو او ماشومانو ته واکسین او په څلورو ولایتونو کې به ۲۰ زره کسانو ته د څښاک پاکي اوبه برابري شي او زیاتوي چې پاتي بودیجه به یونیسف تر ۲۰۲۳ میلادي کال پوري د ګوزڼ ضد ملي واکیسونو کې مصرف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx