افغانستان

اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو ساتني تر عنوان لاندي کمېسیون جوړ کړ

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل)؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو ساتني تر عنوان لاندي کمېسیون جوړ کړ.

د دې وزارت د مسؤلینو په وینا، یاد کمېسیون د دې په موخه جوړ شوی چې د اشغالګرو په وړاندي د افغانانو د قربانیو او جهاد له ارزښتونو څخه ساتنه وکړي او یاد فرهنګ راتلونکي نسل ته ولېږدوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ معین وایي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵۰ بهرنیو هیوادونو په افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان په خلګو یې ظلمونه، ناروا او ستم ترسره کړ او په وینا یې، د افغانستان مجاهد ولس د دغو یرغلګرو په وړاندي مقاومت او جهاد ته مخه کړه چې په نتېجه کې یې یرغلونه مات کړل او زیاتوي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه قربانۍ او سرښندني وساتل شي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت د سیاسي چارو کمیسیون د جهادي ارزښتونو د ساتني کړنلاره د ارزوني او مطالعې وروسته تائید او تصیوب کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx