
افغانستان
د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې د ۱۷۵ زره ډالرو په ارزښت یو کانال جوړ شو
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل)؛ د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې د ۱۷۵ زره ډالرو په ارزښت یو کانال جوړ شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د خوست ولایت علیشیرو ولسوالۍ په خادمي سیمه کې د ۱۷۵ زره ډالرو په لګښت یو کانال جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د یاد وزارت د خبر له مخي، یاد کانال ۱۳۷۵ متره اوږدوالی لري چې د ۱۳۲۰ جریبه کرنیزې ځمکي خړوبولو وړتیا لري.
د یادولو ده چې د دې پروژې چاري د شمل خرم سیندیزي فرعي حوزې په تخنیکي همکارۍ او د سویس هیواد د مرستو پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ د څلورو میاشتو په موده کې بشپړي شوې دي.