
افغانستان
د کابینې د پرېکړي په اساس د لویو لارو په هر۱۰۰کیلو مترۍ کې مسجدونه جوړېږي
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۹وری، ۱۴۰۲ل): د کابینې د پرېکړي په اساس د لویو لارو په هر ۱۰۰ کیلو مترۍ کې مسجدونه جوړېږي.
د ا.ا.ا. د کابینې ۲۹مې غونډي د پرېکړي له مخي د لویو لارو په هرو سل کیلو مترو کې یو باب مسجد جوړېږي.
کابینې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخي په هرو سلو کیلو مترو کې یو باب مسجد چې د نارېنه او ښځېنه لپاره جلا ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه یې وکړي.
همدارنګه کابینې پرېکړه کړې چې د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون دې د لویو لارو په سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره د مسجدونو جوړولو ته وهڅوي.
يو محراب مسجد صحيح دي
يو باب مسجد صحيح نه دي