
افغانستان
عدلیه وزارت؛ کابل کې نږدې ۵زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۰وری، ۱۴۰۲ل)؛ عدلیه وزارت؛ کابل کې ۵زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې.
عدلیه وزارت خبر ورکوي چې د کابل په بګرامیو او موسهي ولسوالیو کې د ځمکو د غصب مخنیوي پلاوي نږدې ۵زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې .
خبر کې راغلي چې په تثبیت شوې ځمکه کې ۱ زرو ۱۱۳جریبه ځمکه د موسهي ولسوالۍ جنان په کلي کې، ۲ زره ۵ سوه جریبه ځمکه د یادې ولسوالۍ په میاخیل کلي کې او ۱ زرو ۳۳۰ جریبه ځمکه د بګرامیو ولسوالۍ. قلعچې په سیمه کې تثبیت شوې ده.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هیواد پلازمیني ترڅنګ ګڼو نورو ولایتونو کې هم زرګونه جریبه دولتي ځمکي تثبیت او له غاصبینو بیرته راګرځول شوې دي.