افغانستان

نور: د شپږ زرو صندوقونو ځانګړې څېړنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن شنبه د شپږ زرو صندوقونو ځانګړې بیا څېړنه پیل کړه.

د یادو شپږ زرو صندوقانو ځانګړې څېړنه او کتنه نن په پنځو مرکزونو کې بېله بېله پیل شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور هم وايي چې د دې شپږ زرو صندوقونو ځانګړې څېړنه مو د دواړو نوماندانو په خوښه د ملګرو ملتونو د طرحې په اساس پیل کړې ده.

د نور په خبره ټاکل شوې وه چې د دې صندوقونو څېړنه باید پرون پیل شوې وای، خو د ځينو ستونزو له امله یوه ورځ وځنډېدله.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د رایو د بیا کتنې پروسه به کله بشپړه شي، خو د کمیسون د مسوولینو په خبره دوی د رایو د ژر کتنو په خاطر ځینې کاري ټیمونه او څارونکي ډېر کړي دي.

له بله اړخه ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي دي چې په راتلونکو پنځلسو ورځو کې باید نوی افغان ولسمشر وټاکل شي.

ټاکنیزې ناندرۍ له نږدې پنځو میاشتو راهیسې روانې دي، چې د جان کېرې له غبرګو سفرونو وروسته اوس عامو افغانانو ته بې ارزښته او د پردیو یوه پروسه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x