ادبي لیکني

شخصی حریم او د سفر خاطره

حديدالله ذاکري- لندن

د عربی اماراتو څخه مې يو ملګری فرانسې ته غالبا ۲۰۱۹ م کال کی راغلی و، دا چې هغه لندن ته نشوای راتلای، نو ما ځان اماده کړ او د هغه خوا ته ورغلم، شپه مې له هغه سره په هغه هوټل کې وکړه چې زما ملګری په کې اوسېده، د شپې مو مجلس وکړ او په سبا هغه بېرته اماراتو ته ولاړ او زه خپل ځای ته راروان شو.
په لار کې د فرانسې او لندن په سرحد پولیسو ودرولم، ویل یې چیرې تللی وې؟
زه: فرانسې ته.
پوليس: کله تللی وې؟
زه: بيګا تللی وم
پوليس: د څه لپاره تللی وې؟
زه: د ملګري لیدو ته تللی وم
په هر حال د ملګري په اړه يې هم رانه تر لسو زياتې پوښتنې وکړې. که د ملګري نوم مې واخلم، تاسو به هم وخاندئ چی دا خو په خواله رسنيو کې ټوله ورځ نصیحتونه کوي نو په ده یې څه کول؟
بیا یی پوښتنه وکړه، ته د طالبانو د الصمود مسؤل یې؟
ما ورته وویل الصمود څه شی دی؟ خو خبره سره تاوه او اوږده شوه، ویل یې تاسی چې الصمود ته خلک جذبوئ څه همکاري درسره کوي؟
ورته ومې ویل لومړی خو راته الصمود معرفي کړه، زه يې نه پیژنم الصمود څه شی دی؟
ویل یې د طالبانو مجله ده.
ما ویل د کومو طالبانو؟
ویل یې د هغو طالبان چې نړیوالې ټولنې سره په جنګ دي.
ما ویل چیرته ورسره په جنګ دي؟
ویل یې پاکستان او افغانستان کې.
ما وویل ښااا پوه شوم!، زه خو افغان یم او د پاکستان په اړه معلومات نه لرم،
خبره سره بیا تاوه او اوږده شوه بالاخره مې ورته وویل زه افغان یم د افغانستان په رابطه راسره خبره وکړئ،
ویل یې ولې طالبان سره جلا دي؟
ما ویل دا به تاسې ته معلومات وي، زه خو دلته یم خو افغانستان مې وطن دی راته ورځني معلومات کیږي او په دې پوهیږم چې افغاني طالبان تنها د خپل هیواد د ازادۍ او اسلامي نظام خبره کوي او په پاکستاني طالبانو نه یم پوه چې څه غواړي؟
ویل یې ته طالب یي؟
ما ورته بیا وویل له طالب نه دی هدف کوم طالب دی؟
ویل یې هغه افغانستان کې چې جنګ کوي؟
ما ورته وویل زه افغان طالب وم خو اوس نه یم، خو بیا مو دا خبره په جر او بحث سره اوږده کړه، په اخر کې مې بیا ورته وویل زه افغان طالب وم خو اوس طالب نه یم، که زه طالب وای اوس به هلمند یا ننګرهار کې وای.
ځان سره مې چې فکر وکړ چې تعقیب شوی خو يې، راشه یو څه قانع شه، ورته مې وویل زه اوس د طالبانو د سیاسي، فرهنګي او سوله ييز مقاومت ملاتړی یم، ځکه چې هغوی د خپل هیواد د ازادۍ لپاره جنګ بندول غواړي او نړۍ هم همدا غواړي او افغاني طالبان تر اوسه لا نړۍ او ستاسې دې هېواد د تروريزم لیست کې هم نه دي شمارلي، نو زه قانوني مشکل نه لرم چې د افغان طالبانو په اړه مثبته خبره ونکړم.
بالاخره خبره دې ته ورسیده چې ته په اروپا کې د طالبانو د جلب او جذب مسؤل یې.
ما ورته وویل عجیبه ده، مخکې مو ویل د الصمود مسؤل یې اوس وايې چې د جلب او جذب مسؤل یې؟
پوليسو راته وويل ته راته ووايه د څه شي مسؤل یې؟
ما ورته وویل، زه طالب وم خو اوس ورته تنها دعاوې کوم، د جنګ بندیدو کې ورسره مرسته کوم، ځکه چې دوی د خپل انساني حق لپاره مبارزه کوي او تاسې او د نړۍ ظالم حکومت امریکا هلته پخپلو ځوانانو او افغان ولس سره جنګ او ظلم ته ملا تړلې، د نړۍ ټول انسانان دا جنګ بندول غواړي بې موجبه جنګ تاسې شروع کړی، بېګناه انسانان تاسې وژنئ، دې خبرو او بحث هم تقریباً لس دقیقې وخت ونیوه، دوه ساعته وروسته یې کاغذونه راوړل ویل یی دا امضاء کړه!
ما ورته ویل دا څه دي؟ ویل دا د محکمې امر دی، مونږ ستا موبائل، کمپيوتر او موټر تالاشي کوو!
ما ورته وویل دا خو نه درکوم، ویل یې مونږ بیا محکمې سره رابطه کوو او د هغوی بل ځواب به زور وي!
ما ورته خوشکه وکړه او بحث بیا سره طولاني شو خو بالاخره هر څه یې واخیستل، موبائل یې کاپي کړ، لپټاپ یې تالاشي کړ، د موټر کلیانې يې واخیستي، ټول کتابونه او کاغذونه یې وکتل، درې ساعته یې نور وخت ونیوه، بیا یې پوښتنې شروع کړې، ویل یې ستا په موبايل کی نژدی ۱۰۰۰ د اړيکو شمېرې دي او د مختلفو خلکو په مختلفو هیوادونو کې، زياتره د طالبانو دي!
ما وویل هو دي، خو همدا پدې معنی ده چی زه افغان طالب د جنګ مخالف او د سولې طرفدار یم او د دې لپاره مبارزه کوم. خبره ډیره اوږده شوه څه به مو سر خوږوم، دې حالت اته ساعته وخت ونیو، کور په تشویش وه، خو دا چې موږ عادت وو، پوهیدل چی بیا به يې سرحد کې درولی وي، ځکه دا کیسه زما سره د یو ځل چاپې یا تالاشۍ لپاره نه وه، نژدې لس ځله یې همداسې چلند راسره کړی و، هلته دا د شخصي حریم ټیکه داران چیرې وه، هلته دا مدني فعالیت ولې زمونږ نه منل کیده، هلته ولې تش د طالب په تور د دنیا په بل سر کې ځوریدو، زه وایم یو نظام او حکومت ته د خپل حکومت او وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره شخصي او ملکی حریم هسې ټوکې دي، هر څوک باید خپل ځان مطمئن کړي چې نظام او حکومت ته یې خطر نه وي.

حدید الله ذاکري- لندن
نېټه : ۲۰۲۳/۰۳/۲۹ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx