
بیا ھم د انس د شعر په پلمه
حفيظ الدين پيرزاده
زہ شعر یواځې مُسجع او مُقفّٰی کلمات نه بولم.
ھغه شعر چې تر شا یې عالي غایه، لوړ ھدف او موخه نه وي او یواځې الفاظ د ادبي صنعتونو پر زیور پسلول شوي وي، ماته د ښځینه لباسونو د دوکانونو د ھغو پلاستیکي بوتانو پڅیر ښکاري چې ښکلې او زړہ را ښکونکې جامې ور اغوستل شوي وي او بیا په دوکانونو کې د نمایش لپارہ ودرول شوي وي!
زہ د ھغې ښوونځۍ زدہ کونکی یم چې شعر یا ادب د ژوند لپارہ غواړي، نه ادب د ادب لپارہ!
ھمدا لامل دی چې زہ ( که گستاخي راته معاف وي ) د غزل د استاد مرحوم حمزہ بابا ھغه شعر چې وایي:
“راځه چې یوہ جوړہ کړو جونگړہ په ځنگل کې..
د ھغه مرحوم لخوا مازې د سندرغاړو د خوشالولو یوہ ھڅه بولم، نور نو نه راته پکې کوم ټولنیز ارزښت نغښتی ښکاري او نه کوم عالي پیغام!!
وایي: ارواښاد استاد الفت پخپل ټول عمر یو یا دوہ شعرونه، شعر د ادب لپارہ لیکلي و چې بیا پرې د عمر تر پایه پښیمانه و.
ښایي حمزہ بابا به ھم و ځکه د ھغه د شعرونو مفاھیم؛ تصوف، روحانیت، د نفس تزکیه، پښتو، پښتونولي، ځان پیژندنه او نور دي، نه مازې ادب!
د ښاغلي انس څومرہ شعرونه چې ما لوستي نو راته جوته شوې چې ھغه ھم، که زما برداشت سم وي، د شعر له لیارې د ارزښتونو پالنه کوي، د خپل پیغام د رسولو لپارہ د شعر لمن نیسي؛ یانې شعر یې د ژوند لپارہ دی!
د ھغه تازہ شعر چې سرطان یې پکې لاعلاجه ناروغي بللې، ماته یو عجیب سوچ را واچوہ.
ښایي د ھغه د شعر الھامي برخه ھمدا وي فکر وکړو چې دا مرض ولې موږ ته بې علاجه او نورہ نړۍ کې بیا تر لوړ بریدہ د علاج قابل دی؟
موږ ولې په سیمه ایزہ، که په نړیواله کچه نه وي، نه یو توانیدلې د دې صعب العلاجه ناروغۍ لپارہ کم له کمه په ټول ھیواد کې د یو روغتون د بنسټ ډبرہ کیږدو؟
زہ د شل کلن اشغال پر مھال چې د ټولې نړۍ متخصصین او ورسرہ د ډالرو باران راغلی و، خبرہ نه کوم! ھغه متخصصین په حقیقت کې د شتمنیو د چور او او تالان ماھر غله ول چې د نیکټایانو او غربي ډگریانو تر شا پټ و!
ھغوی له آرہ، پر دې نیت نه و راغلي یا نه و راوستل شوي چې کوم بنسټیز، رغنیز پلان پیادہ کړي!
زہ د تیرو دوہ کلونو خبرہ کوم چې حکومت مو خپل او د ھیواد د بیا رغاونې قوي ارادہ ھم موجودہ دہ، خو بیا ھم دې خواته چا پام نه دی اړولی، په دې اړہ ھیچا ھم غږ نه دی پورته کړی، ان ھغه چا ھم نه چې د ھمدې ناروغتیا د علاج لپارہ د پاکستان په سرحدي دروازو کې په ورځو ورځو په ستړې کوونکیو کتارونو کې منتظر پاته شوي؟!!
راځئ! ھمدا شعر ورته پلمه ونیسو، د روغتیا په وزارت، مخیرو شتمنو ھیوادوالو، ملي نړیوالو خیریه بنسټونو او دولتي چارواکیو غږ وکړو چې د سرطان ناروغۍ د معالجې لپارہ کم له کمه د یوہ معیاري روغتون په جوړولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي انس څخه مو ھم ھیله دہ چې په دې اړہ د حکومتي چارواکیو د پام را اړولو په برخه کې خپلې ھلې ځلې و نه سپموي.
د ھغه کورنۍ تل دې ولس ته د ښیرازۍ، ازادۍ، سولې او خیر رسولو د مخکښانو له ډلې پاته شوې. ھیله دہ ھغه به ھم د خیر په دې کار کې مخکښ پاته شي.
د داسې کارونو پیل یو څه ستونزمن وي خو چې یو ځل شروع شي، د بنسټ ډبرہ یې کیښودل شي، بیا الله عزوجل مسبِب الأسباب دی، ھغه له انسان سرہ مرسته کوي، بیا نور مخیر کسان او ټولنې ھم پیدا کیږي چې پر مخ یې یوسي.
ښایي ښه بیلگه یې د پاکستاني عمران خان د سرطان روغتون وي. ھغه پیل کړ، اوس روغتون پخپله په مخ ځي!
ماته یو ځل ښاغلي انس لیکلي و، “ مونږ ټول انسانان د سرطان ناروغان یو، یو هم نه پاتې کیږو،”
د ھغه اشارہ مرگ ته وہ، زہ یې ھم د خبرې په تائید او تمدید وایم:
بیا خو راځئ! داسې کار وکړو چې اجر یې موږ ته تر مړینې پس ھم پریکون و نه لري، ھسې ھم خوشال بابا یو مھال ویلي و:
ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديـــــــــږي
په فاني دنيــــا به نه وي ژوندي تــــل څوك
ستاسو ټولو دې روژې بختورې وي
______________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اپریل ۲/ ۲۰۲۳ م
لندن
ډیر خوندورپه زړه پوری لیکنه
ماشاءالله خوندوره رب دي وساته