افغانستان

د ترمز ـ مزارشریف او کابل ـ پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ په غځولو کار پیلېږي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲ل)؛ د ترمز ـ مزارشریف، کابل ـ پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ په غځولو کار پیلېږي.

د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه په نشر کړي خبر کې لیکلي چې افغانستان او ازبکستان به په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د یو ګډ تفاهم په اساس په ځینو سکټوري برخو او لویو پروژو کې یو ځای کار وکړي.

همدارنګه یې زیاته کړې چې د ترمز ـ مزارشریف، کابل او پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ غځولو او د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پروژې د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو له جملې څخه دي.

په خبر کې راغلي چې د دواړو هیوادونو د پراختیایي پروژو سوداګرۍ د اوبو مدیریت کرنې او د سیمه ییز اتصال کاري برخو کې د ګډو تخنیکي کمېټو په جوړولو هوکړه کړې او په وینا یې، ازبکستان ډاډ څرګند کړی چې افغانستان ته به د صادراتي برېښنا کچي ته د قرارداد مطابق دوام ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به په کابل مزار شریف او ترمز کې د دواړو هیوادونود تولیدي توکو یو نندارتون هم جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx