افغانستان

جینګیز آی دیمیر؛افغان ځوانانو ته دتحصیلي بورسونو او په ورته برخوکې همکاري کوو

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲ل): جینګیز آی دیمیر؛ افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو او د استادانو ظرفیت لوړو برخه کې همکاري کوو.

د لوړو زده کړو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت له علمي مرستیال سره په افغانستان کې د ترکیې سفارت فرهنګي سلاکار او مل پلاوي کتلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو په پیاوړتیا خبري کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د لیدني په مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هیواد د ځوانانو د زده کړو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن یو او په مهال یې په افغانستان کې د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار څخه غوښتي چې د تحصیلي بنسټونو، د استادانو د ظرفیتونو د لوړولو، ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې دې یاد هیواد خپلي همکارۍ لا زیاتي کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې سفارت فرهنګي سلاکار جینګیز آی دیمیر په افغانستان کې د ترکیې د ښوونیزو او تحصیلي فعالیتونو او بنسټونو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره د دواړو هیوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د ګډ کمېسیون د کار په بیا پیل د ټینګار سربېره افغان ځوانانو ته د بورسونو د پروګرام په برابرولو، د افغان استادانو په ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د ترکیې هیواد د همکاریو ژمنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx