افغانستان

د غیر انتفاعي سازمانونو د مالیاتي معافیت په اړه د مالیې وزارت خبرتیا

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲ل): د غیر انتفاعي سازمانونو د مالیاتي معافیت په اړه د مالیې وزارت خبرتیا

د مالیې وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د عوایدو د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي معافیتونو آمریت د هیواد په پلازمیني کابل او ولایتونو کې ټولو کورنیو نړیوالو غیر انتفاعي سازمانونو ته په درنښت خبر ورکوي چې د ابتدایي تحقق د تر لاسه کولو لپاره دي لومړی د مالیاتي معافیت طرزالعمل تر لاسه کړي او د مالیاتي معافیت له طرزالعمل پرته یې د ابتدایي تحقق کارونه په مالیاتي ادارو کې نه ترسره کیږي.

اعلامیه کې راغلي چې هغه غیرانتفاعي سازمانونه چې مالیاتي معافیت طرزالعمل ترلاسه کول غواړي هغوی دي د عوایدو د حقوقي خدمتونو ریاست نوې ډیزاین شوې فورمه له ورکړل شوي لینک څخه ښکته کړي او د فورمې تر ډکېدو وروسته دې د عوایدو د حقوقي خدمتونو ریاست اړوند د مالیاتي معافیتونو آمریت ته د وروستیو کړنو په موخه مراجعه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx