افغانستان

هغه ځوان ته چې تعلیمي سفر یې په نیمه لاره پاتي وي!

هغه ځوان ته چې تعلیمي سفر یې په نیمه لاره پاتي وي!

لیکوال؛ صفی الله احساس

زما په څېر ټول هغه خواږه ځوانان چې تعلیمي سفر یې د تکامل حد ته کابو کړی وي خو اوس یا د ځینو ستونزو، مشکلاتو او یا هم ور باندي د سستۍ د غلبې له کبله یې د دې سفر بستره په شاه او د نن او سبا د پیل په بهانه کال او یا دوه کاله همداسي پاتي ګرزي، هغوی ته زما د ورورګلوۍ او خواخوږۍ مشوره ده چې د هرڅومره مشکلاتو سره سره دومره وخت خامخا پیدا کولای شو چې د خپل تعلیمي سفر په پای ته رسولو او ځان یوه کمال ته په رسولو کې کوټلي ګامونه واخلو او ترڅنګ یې د ځان، والدینو او کورنۍ دا ستر ارمان پوره کړو.
که څه هم معمول دی چې کوم کار په مینځ کې نیمګړی معطل پاتي شي بیا یې د دوهم ځل لپاره له هماغه ځایه بیا پیل په لومړیو کې څه اندازه سخت وي خو دا هم ما او تا ته سخت ښکاري، په حقیقت د دې نیمه پاتي کار بیا پیل هماغسي د لومړي ځل شانته آسان او خوږ دی صرف زما او ستا قوي اراده او ځوان توکل غواړي.

زه به یې له ځانه را پیل کړم:

(زه هم د هغو ځوانانو په قطار کې شمار یم چې د تعلیم سفر مې د تکامل حد ته تقریباً کابو کړی دی خو له څه مودې را پدېخوا د څه ستونزو او مصروفیتونو له امله مې دا سفر همداسي نیمګړی پاتي دی، له کله چې مې دا سفر نیمګړی پاتی شوی، زه په نن او سبا کې پاتي یم او وایم؛ نن به یې بیا پیلوم او سبا به یې پیلوم خو ځان ته د دې دوکې له امله تر ننه همداسي پاتي شوی یم، خو نن مې قوي اراده وکړه، لومړی مې له استاذ سره خبره وکړه مال غواړم پاتي تعلیم پوره کړم، نو په همدې موخه مې تاسي انتخاب کړلاست او اراده لرم چې تاسي یې راته شروع کړئ. هغه هم راسره ومنله، ور پسې لاړم په یوه کورس کې مې داخله واخیستله بیا پسې لاړم د پخوا په څېر مال چې پوره د شاګردۍ لباس او خصلت راپکې پیدا شي، بازار کې مې بایسکل واخیست. پدې سره مې نوره قوي اراده وکړه او په الله تعالی مې توکل دی، خپل پوره کوښښ کوم او دعا کوم چې الله تعالی مې د تعلیم دا پاتي سفر پای ته ورسوي او پوره کړي څو مې خپل او د کورنۍ ارمان پوره شي.

نو زما په څېر هغو ځوانانو چې تعلیم مو نیمګړی پرېیښي دی!

پوهېږم په نني ژوند کې ستونزي او مشکلات له تصوره ور هاخوا زیات دي خو په څنګ کې یې دومره وخت خامخا پیدا کولای شو چې د تعلیم دا پاتي برخه او سفر پکې پوره کړای شو نو بناءً همدا اوس له کور څخه راووزئ او د پاتي تعلیم د پوره کولو لپاره خپل سفر بیا پیل کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Saadullah

ماشاءالله ډیر عالي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx