ادبي لیکني

افغان ادبي بهیر کې د لیکنې په تصویري کولو خبرې وشوې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغان ادبي بهیر د اونیزو ناستو په لړ کې پرون د لیکنې په تصویري کولو خبرې وشوې.

د افغان ادبي بهیر په دې ناسته کې د ناستې مشر ډاکټر نورالحبیب نثار، مېلمه يې ملکي خزان او ویاند يې نورګل شفق و.

په پخوانۍ ناسته کې له ژمنې سره سم دې ناستې ته ډاکټر محب زغم د لیکنې د تصویري کولو اړوند لکچر وړاندې کړ.

ډاکټر زغم په لکچر کې وویل چې د لیکنې د تصویري کولو مقصد دادی چې لوستونکی یواځې لیکنه ونه لولي، بلکې حس يې کړي.

زغم وویل په تصویري لیکنو کې د لوستونکي تقریباً ټول حواس کار کوي.

له لکچر وروسته بهیروالو ژمنه وکړه چې دوی به په یوه تصویري پراګراف خپل زور ازميې او راتلونکې ناستې ته به يې راوړي.

له لکچر وروسته مشاعره پیل شوه چې لسګونو شاعرانو پکې شعرونه واورول. او د مشاعرې د برخې ویاند منصور احمد نیکمل و.

د ناستې په پای کې مېلمه ملکي خزان خبرې وکړي، له ګډونوالو يې خوښي ښکاره کړه او له ټولو يې وغوښتل چې راتلونکې یکشنبه د قلم ټولنې له خوا د نوموړي په ویاړناسته کې ګډون وکړي.

ورپسې د ناستې مشر ډاکټر نورالحبیب نثار خبرې وکړي، نوموړي ژمنه وکړه چې مشران استادان به بهیر ته منظم راځي او غیرحاضري به نه کوي.

د ډاکټر نثار په خبره په بهیر کې باید سپینې خبرې وشي او هر ډول شعر ته د لاسونو پړکول دا مانا لري چې هر شعر ښه شعر دی.

ناسته نږدې مازیګر تمامه شوه، راتلونکې اوونۍ ته به د زغم د پاتې درس دوام وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x