نظــر

په روژه کې صبر او همدردي الله تعالی ته خوښ عملونه دي!

(اوله برخه)

لیکوال: م حمادافغان شیرزاد

دا چې روژه پخپله یو له هغه سترو عملونو او عبادتونو څخه شمیرل کیږي چې بدله یې د میزان په تله کې نه راځي، فریښتو ته الله تعالی فرمایي چې د روژې بدله زه پخپله ورکوم، نو په داسې میاشت کې بیا زه درته دوه هغه غوره عملونه هم ښایم او په ګوته کوم چې له امله یې یو انسان د الله تعالی غوره بنده جوړیږي او په دواړو جهانونو کې بې انتهاء بدلې ورکوي، چې یو یې صبر او بل یې مواسات او همدردي ده.

هسې خو صبر د انسان لپاره یو تر ټولو غوره او بهترین صفت دی او دا یو له هغه سترو عملونو څخه دی چې د قیامت په ورځ به یې اجر او بدله د میزان په تله کې نه ځاییږي، بلکې الله تعالی به صابر انسان ته بې انتهاء اجر او بدلې ورکوي او بیا دغه صبر چې پخپل ذات کې دومره لوی عمل دی؛ له صبر څخه کار اخیستل او بیا د روژې بختوره میاشت کې چې هغه خپله له هغه عملونه څخه ده چې اجر یې د میزان په تله کې نه راځي بلکې بدله یې الله تعالی پخپله ورکوي، څومره لوی د اجر او ثواب خبره ده.

همدا راز صبر د اولو العزم پیغمبرانو صفت دی، هغه انسانان چې دا صفت غوره کړي الله تعالی بې حسابه اجر ورکوي، ځکه الله تعالی پخپل عظیم کتاب کې فرمایي: “إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَاب”. خامخا به صبر کوونکو ته بې حسابه اجر ورکول کیږي او بیا دغه صبر چې له امله یې الله تعالی ستر اجر ورکوي په هغه میاشت کې کول چې د هر عمل ثواب او بدله پکې څو چنده زیاتیږي، څومره د نیکبختۍ او سعادت خبره ده، هغوی کامیاب دي چې په هر عمل او کار کې له صبر څخه کار اخلي.

دا چې په روژه کې انسان د لوی رب عزوجل لپاره د سهار له سپیدو تر ماښامه بیا لوږه او تنده تیروي د صبر یوه نمونه ده او دا د هغه لوی رب یوه ځانګړتیا هم ده؛ ځکه چې هغه له هر قسمه خوراک او څښاک څخه بې پرواه او اړتیا ورته نه لري، نو کوم انسان چې وږی او تږی شي، هرومرو یې سر درد کوي او ځینو ته بیا په دغه حالت کې غصه هم ورځي، نو پکار ده چې په عام چاپیریال او ټولنه کې دغه انسان په خپل ځان قابو راولي او له صبر او زغم څخه کار واخلي، بښنه چې یو ستر عمل دی په روژه کې ترسره کړي، درګزر وکړي او عجلت او غصه چې د شیطان یو صفت دی غوره نه کړي، تر څو یې د روژې ثواب څو چنده زیات او د الله تعالی له لورې په لویو انعامونو ونازول شي.

روژه کې چې شیطانان د الله تعالی له لورې تړل کیږي، د دوزخ دروازې بندیږي او د جنت ټولې دروازې پرانیستل کیږي؛ د دې لپاره چې انسان په پوره سوچ او اخلاص سره الله تعالی ته متوجې او د شیطان له وسوسو خلاص غوره عملونه ترسره کړي، خپله لوږه او تنده عبث تیره نه کړي، بلکې د ځان لپاره یې د سعادت او د رب د رضا سبب وګرځوي، صبر پکې وکړي او لکه څنګه چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د روژې صفت بیان کړی هغسې یې سرته ورسوي.

د الله محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې انما هو شهر الصبر روژه د میاشت او د صبر بدله جنت ده، انسان په خوراک او طعام کې صبر کوي، لوږه او تنده تیروي، له غلطو او بد کتو صبر، له پوچ او غیبت کولو صبر، د غصې او قار پر وخت صبر، پر عبادت صبر، د بدو اوریدو نه صبر او تر دې چې د غلط سوچ او فکر نه صبر؛ نو ځکه یې الله تعالی بدله هم بې حسابه ورکوي، انسان جنت ته داخلوي او هلته بیا لوی لوی مقامونه ورکوي.

راځئ په دغه میاشت کې د خپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا غوره صفت چې صبر دی غوره کړو او کامیاب هم هغه انسان دی چې په هر کار او کړنه کې له صبر څخه کار اخلي.

نور بیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx