افغانستان

ټولګټو وزارت؛دارزګان مرکز او دهراود ولسوالۍ عمومي سړک رغولو چاري پیل شوې

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۲ل)؛ ټولګټو وزارت؛ د ارزګان مرکز او دهراود ولسوالۍ عمومي سړک د رغولو چاري پیل شوې.

ټولګټو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان ولایت مرکز او دهراود ولسوالۍ عمومي لاره چې اوږدوالی یې ۵۰ کیلومتره دی له ترینکوټ څخه به پیل او د دهراود ولسوالۍ تر ښار پوري به دوام ومومي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا سړک ۹ متره بر، یوه پایه پل او تر ۱۲۳ واړه پلونه لري چې په بشپړ او اساسي ډول به ورغول شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې سړک د رغولو چاري یې یوه خصوصي شرکت ته سپارلې چې لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له انکشافي بودیجې لخوا ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx