افغانستان

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر؛ اسلامي امارت د هیچا تر تاثیر لاندي نه دی

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۲وری، ۱۴۰۲ل)؛ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر؛ اسلامي امارت د هیچا تر تاثیر لاندي نه دی.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له یوه عربي ټلویزیون سره د مرکې په مهال ویلي چې په هیواد کې په خپلواک ډول پرېکړي کیږي او اسلامي امارت د هیچا تر تاثیر لاندی نه دی.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سیمي له هیوادونو سره اړیکي له سره رغول شوې او ګاونډیو او یو شمېر نورو هیوادونو ته د بهرنیو چارو وزارت تازه دیپلوماتان لېږل شوي دي.

نوموړي همدارزا ویلي چې اوس مهال توانېدلي چې د تېر په پرتله صادرات زیات کړي او هیواد د ځان بسیایني په لوري بوځئ او په وینا یې، په یوه نیم کال کې یې د بهرنیو چارو وزارت داسي اساس جوړ کړی چې د افغانستان او اسلام د ګټو لپاره به کار کوي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې اوس مهال د یو شمېر هیوادونو له لوري د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx