افغانستان

داعش؛ یا د امریکا رسمي استازي!

داعش؛ یا د امریکا رسمي استازي!

په افغانستان کې د جګړې له ماتي او له هېواد څخه له تېښتې وروسته امریکا هڅه کوي چې د داعش په نوم له یوې وسیلې څخه د سیمې او سیمه ییزو سیالانو پر ضد د خپلو نیابتي جګرو لپاره کار واخلي. د جمهوریت له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې حالات له مختلفو بحرانونو سره مخ شول او همدا لامل دی چې شته تشې د هیواد په ځینو برخو کې د داعش د شتون بنسټ ګرځیدلی دی.

امریکا د تېر جمهوریت په څېر په افغانستان کې نېغ په نېغه لاسوهنه نشي کولی، ځکه چې په خپله د دوی په وینا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې بایللې دی، خو د داعش له لارې هڅه کوي چې خپلو سیالانو ته ګوزارونه ورکړي. په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید یو له هغو موخو څخه و چې مسکو یې د نامعلومې مودې لپاره خپل سفارت وتړل.

د چین پر اتباعو برید، چې د امریکا بل سیاسي او اقتصادي سیال په توګه پیژندل کیږي، لکه د روسیې پر سفارت برید ډېر د پاملرنې وړ دی. ځکه چې په هغه وخت چین عربستان ته ډېر نږدې شوي و. امریکا د داعش په وسیله غواړي چې خپل سیاسي سیالانو ته ګوزارونه ورکړي، چې افغانستان و افغان ولس بیا هم د واشنګتن وحشت قرباني کیږي.

د مزار والی پر دفتر برید تر ډېره حده د اوسنی حاکم نظام نړیوال اعتبار له منځه وړلو په هدف ترسره شو، په وروستیو کې خارجی تعاملات مثبت میلان لری، چې د امریکا لپاره دا حالت د زغم ور ندی. هر کله چې په نړیوال تعاملات کې د امریکا خلاف څه ترسره شي نو د امریکا د لاس آله په فعالیت پیل کوي.

خلک او اوسني حاکمان باید د سپینې ماڼۍ له دې شرارت څخه خبر وي، چې په دې کړنو سره یې نه یوازې له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني اعلان کړې، بلکې په هر ډول وسیلو سره د سیمې د ګډوډۍ هڅه کوي.

زرغونه کاکر
۲۴/۱۲/۱۴۰۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظاهر شکوري

همداسی خو ده ، داعش/ خوارج د امریکا یوه سپۍ پروژه ده .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx