افغانستان

پوهني وزارت د۱۲م ټولګۍ فارغانو د نتایجو جدولونو د برېښنایي کولو پروسه پیل کړه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل): پوهني وزارت د ۱۲م ټولګۍ فارغانو د نتایجو جدولونو د برېښنایي کولو پروسه پیل کړه.

د پوهني وزارت د شهادتنامو او نتایجو ریاست د نوښت له مخي د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا په شمول د دې وزارت اړوند د ګڼو چارواکو په شتون کې یاده پروسه پرانیستل شوه.

د پوهني وزارت د کیفیت د تضمین معین په ونیا، د نتایجو او شهادتنامو په برېښنایي کولو سره به د زده کوونکو د حقونو ساتنه وشي، تعلیمي اسناد به یې له خطرونو څخه وساتل شي، وخت به یې نه صایع کیږي او د جعل کاري مخنیوی به وشي.

بلخوا د دې وزارت اړوند د نتایجو او شهادتنامو ریاست رئیس وایي چې د دې پروسې د په مخ وړلو لپاره به ۲۰ شل تنه مسلکي کارکوونکي ګمارل کیږي چې په دې ډېټابیس کې به د پوهني وزارت له ۱۳۱۹ـ۱۴۰۱ هـ.ل کلونو پورې د زده کوونکو د دولسم ټولګي شهادتنامې شتون ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx