افغانستان

قاري فصیح الدین فطرت؛ د ا.ا.ا. غېږه د ټولو هیوادوالو په مخ خلاصه ده

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل): قاري فصیح الدین فطرت؛ د ا.ا.ا. غېږه د ټولو هیوادوالو په مخ خلاصه ده.

د ملي دفاع وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د تېري ادارې له یو شمېر جنرالانو او افسرانو سره لیدلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې لوی درستیز د لیدني په مهال ویلي چې د اسلامي امارت غېږه د ټولو هیوادوالو په مخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي چې په خپل هیواد کې له خپلو کورنیو سره په پوره ډاډ او امن ژوند وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په لیدنه کې یادو افسرانو خپلي ستونزي له لوی درستیز سره شریکي کړې او په مهال یې ژمنه وکړه چې د ملي دفاع وزارت سره هر ډول همکارۍ او خدمت ته چمتو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx