افغانستان

روسیې په مزارشریف کې خپله قونسلګري بیا فعاله کړه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل): روسیې په مزارشریف کې خپله قونسلګري بیا فعاله کړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تېري دوشنبې په ورځ د روسیې ټاس خبري اژانس ته تائید کړې چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې خپله تړلې قونسلګري بیا فعاله کړې.

په ورته مهال د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت هم د دې خبر تائید کړی او د یوه ویډیي کلیپ له لاري یې ویلي چې روسي چارواکي له څو میاشتو را په دې خوا د دې قونسلګرۍ د بیا پرانیستو لپاره هلي ځلي کولې او په وینا یې د روسیې هیواد تخنیکي ټیمونه څو میاشتي مخکي راغلي وه او هلته یې د خپلو قونسلي خدمتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړه او شته ستونزي یې له منځه یووړې.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې یاده قونسلګري د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوې وه چې له اوږده ځنډ وروسته بیا پرانیستل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx