شعـــــرونه

نه غواړ‎م/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

کور د خپل دښمن ھم خراب نه غواړ‎م
نور دلته د وینو سیلاب نه غواړ‎م

ډیرو ځورولی یم، کنځلی یم
عفوہ دہ له چا نه حساب نه غواړ‎م

څو نسله مې تیر شول گردابونو کې
ستړ‎ی یمه بل انقلاب نه غواړ‎م

بس دی، د اجرونو بله لار گورم
نور د چا وژلو ثواب نه غواړ‎م

دا چې په پوښتنه سلگو ونیوہ
ما ویلې پوہ شوم، ځواب نه غواړ‎م

مور او خور یې سَتر خپل عزت گڼي
زوی یې وایې دوی ته حجاب نه غواړ‎م

دا ځل گاونډی به له مرۍ نیسم
دا ځل خپله خوا کې کولاب نه غواړ‎م

حق مې دی که کوزہ پښتونخوا غواړ‎م
زہ خو تور لینگي نه، پنجاب نه غواړ‎م

ډیرې گیلې شته خو ام ا رت اشنا!
بې له تا نه بل انتخاب نه غواړ‎م

غرب ته تښتیدلی د ډگرۍ خاوند
دا غلام صفته جناب نه غواړ‎م

جوړ‎ به مې وطن پخپلو مټو کړ‎م
بیا د خیراتونو سراب نه غواړ‎م
_____________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اپریل ۳/ ۲۰۲۳ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

دوی ته پکار ده چی د تروریزم په نوم دوسیه ورته برابره او لس کاله ی بند کی واچوی دا برتانویان بریتانیا کی یو چاقو گرزول ممنوع او سزا یی بند ده او دلته دوی اصلحی گرزوی عجب بی کسه مملکت ورته خکاری .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx