افغانستان

«افغانستان کې دوه برتانوي اتباع له ممنوعه وسائلو سره نیول شوي»

نن ټکی اسيا(چهارشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۲)؛ د يوې امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې د روان زيږديز کال د جنورۍ په ۱۱ مه په افغانستان کې دوه تنه برتانوي اتباع له يو شمير غير قانوني او ممنوعه وسايلو سره نيول شوي دي.

يادې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسيا ته منلې ده چې دوه تنه برتانوي اتباع په داسې حال کې نيول شوي دي چې يو شمير ممنوعه وسايل يې په غير قانوني توګه له ځان سره درلودل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې له يادو کسانو څخه څېړنې روانې دي او په وينا يې که نيول شوي کسان د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې مجرمين وګڼل شي؛ نو له درنې سزا سره به مخ شي.

يادې سرچينې وروسته له هغې دا معلومات ورکړي چې تېره ورځ د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې په افغانستان کې د نيول شويو کسانو سره د اړيکو نيولو هڅو خبر ورکړل شو.

که څه هم يادې امنيتي سرچينې د نيول شويو کسانو په اړه نن ټکي اسيا ته نور معلومات ورنکړل خو د ګارډين په نامه برتانوي ورځپاڼې دا کسان ډاکټر کيون کارنويل او مايلز روتلج ياد کړي دي او په وينا يې چې له يوه تن سره يې يو ميل ټوپک هم نيول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx