نړۍ

بهرنیو چارو وزارت:په فلسطینيانو داسرائیلو لخوا برید له انساني قوانینو سرغړونه ده

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل)؛ بهرنیو چارو وزارت؛ په فلسطینيانو د اسرائیلو لخوا برید له انساني قوانینو سرغړونه ده.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چار وزارت په الاقصی جومات کې په بې دفاع لمونځ کوونکو د اسرائیلي ځواکونو ظالمانه برید په کلکو ټکو غندي.

اعلامیه کې راغلي چې د راپورونو له مخي، د تیري شپۍ د اسرائیلي ځواکونو په دې برید کې شاوخوا ۱۰۰ بیګناه فلسطینان ټپیان شوي او ۴۰۰ نور د دوی له لوري نیول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د اسرائیلي ځواکونوله لوري په مظلومو فلسطینانو دغه ډول بشر ضد کړنې او د سپېڅلو او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول، ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx