ادبي لیکني

لسم کال دی چې پلار زما او زه د پلار له دیدن محـروم یم

د څرخي پـله د کرغېړن زندان خاطره!

لیک: وفـیق اشـنا
د روژې په دریمه ورځ یې د څرخي پله زندان پنځم بلاک اړوند پذریش تـه د نورو شپیته تنه بندیانو سره ولیږدولم، ماښام مو روژه ماتې جوش کړې نرۍ وریجو سره وکړو، همدغه پذریش د جزایي بندیانو د جزا خـونـه هم وه، اتـه ورځې وروسته یې د همدې یاد زندان لسم بلاک دوهم منزل دوهم رینګ تـه انتقال کړم، یو رینګ کې سل تنـه بندیان اوسیدل، بلاک څلور منزله او اته رینګونه لرل او هر رینګ بیا یو مشر او یو امام درلود.

زموږ د دوهم رینګ مشـر زنداني مولوي الیاس نبراس نومیده او په زندان کې مشهور په مولوي عرفان الله و، چې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ هـستوګن و، ډېر مشفق، نیک او تـکړه ځوان و، جرم یې د اشغال پر وړاندې مبارزه کول وه، ځکـه خو یې قاضیانو پر حق کې په درې واړه محکمو کې د اعدام پریکړه کړي وه، وخت تیریدو مولوي عرفان الله مو د راز او نیاز ملګری جوړ شو.

یو ماسپښين مو مجلس کاوه، پیل مو د یو پر بل بشپړ تعرف وکړ، لومړی مې ورته د خپل ځان او ستړي ژوند حکایت بیان کړ، بيا مې له هغه وپوښتل سوړ اسویلی یې وکړ، پرټنډه یې د ژور خفګان اثار ښکاره شوه، ویل یې نـه پوهیږم وفیق جانه لـه کوم ځای یې درته پیل کړم.
کوچنی جــ.ـهاد او مدرسه کې را ستر شوم پلار مې لس کاله وړاندې امریکایې اشغالګرو د طالبانو سره د ملاتړ په تور ونيوه زه همغه وخت د مدرسي طالب او مجــاهد وم، د پلار ملاقات کولو لپاره راته حالاتو او کورنۍ اجازه نـه راکوله چې یوه ورځ یې پایوازۍ ته لاړشم؛ خو ژوند د پلار د دیدن په ارمان پوره لس کاله تیر شو، د وخت په تیریدو سره زما هم یوه ورځ کډه تور زندان تـه لاړه.

پوره یو کال مې د کابل په وحشي زندانونو ریاست چل او نود ریاست کې تیر کړ، خو کال وروسته چې یې پلڅرخي زندان تـه را انتقال کړم، پلار مې زما د انتقال څخه دوه میاشتې وړاندې د پلڅرخي زندان څخه خلاص شوی و، نو ځکه مې دا لسم کال دی چې پلار زما او زه د پلار له دیدن څخه محروم یم، بیا مې پلار د اوږد لس کلن زندان تیرولو لـه امـله په ډېرو ناعلاجه ناروغیو مبتلا شوی و، نـو له همدې امله ماته هم زندان ته پایوازۍ تـه رانغی او د تېر کوچني اخـتر په شپه د شته ناعلاجه امراضو لـه امـله وفات شو.

زما همدغه روان 1398 کال پنځم کال دی چې بندي یم او په درې واړه محکمو کې یې پر اعدام حکم محکوم کړی یم،
مولوي عرفان الله پنځه نور همدوسیه ګان لرل، یو قاري رحمت الله نومیده چې د لوګر اوسیدونکی و، شل کاله یې عمر او شل کاله یې قید درلود، بل قاري احمد شاه نومیده چې د کابل اوسیدونکی و، بل ورور یې قاري عبدالله مزمل نوميده چې په بګرام کې بندي و، بل یارخان نومیده د کابل اوسیدونکی و، ډېر نیک او خادم انسان و، بل ډاکټر نجیب طلحه او حنیف الله نومیده چې دواړه ورونه وه، د پکتیا ځاځي اریوب اوسیدونکی وه، دوی دواړه ورونه هم په درې واړه محکمو کې پرې د اعدام حکم شوی و، چې بیا ټول په قطر دوحه کې د شوې توافق نامي په اساس په پنځه زره کسیز لیست کې راخلاص شول، او حنیف الله بیا په کابل کې لـه فتحې روسته په عید ګاه مسجد کې د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور په فاتحه کې د چاودنې پر مهال په داسې حالت کې شهید شو چې د واده نيټه یې هم ټاکل شوې وه،

نحسب کذالک والله حسیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx