نړۍ

برازیل کې په ښوونځي د برید له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲ل): برازیل کې په ښوونځي د برید له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کارډین ورځپاڼه د برازیلي چارواکو له قوله لیکي چې یاد برید چې تېره ورځ د برازیل جنوبي ایالت سانټا کې یوه ۲۵ کلن ځوان د ماشومانو په یوه ښوونځي ترسره کړی وه، پکې ۴ تنه ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ورځپاڼي په حواله، برید کوونکي په تبر یاد ماشومان وژلي او ژوبل کړي دي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تېره اونۍ هم د برازیل ساو پاولو ایالت کې یوه زده کوونکي ښوونکی په چاقو وژلی او څو نور کسان یې ټپیان کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx