افغانستان

حکومت؛نړیوال دي افغانستان سره چاپېریال ساتني په اړه کړې ژمني عملي کړي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۵ وری، ۱۴۰۲ل): حکومت ؛ نړیوال دي له افغانستان سره چاپېریال ساتني په اړه کړې ژمني عملي کړي.

د ارګ له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر مشرۍ لاندي د چاپیریال ساتني، چاپیریال ته د ور پېښو ګواښونو او هوا تودوخي په موضوعاتو بحث وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډه کې چې د چاپیریال ساتني ادارې مشرتابه او متخصصینو حضور درلود، د اقلیمي بدلونونو په اصلي عواملو، د بدلونونو سره په مبارزې او د تودوخي په ډېرېدو بحث او نظرونه تبادله شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په غونډه کې وویل شول چې اقلیمي بدلون په نړۍ او ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبیعي سرچینو په استفادې ولاړ دی، زیات منفي اغېز کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو او چاپېریال ساتني لپاره دې له نړیوالو تخنیکي تجربو استفاده وشي او زیاتوي چې افغانستان اقلیمي بدلون سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون غړی دی او د توکیو او پاریس تړونونه یې هم لاسلیک کړي نو په کار ده چې په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې له نړیوالو وغوښتل شول چې له افغانستان سره د چاپېریال ساتني او اقلیمي بدلون په اړه خپلي ژمني عملي او په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx