افغانستان

اقتصاد وزارت؛ په افغانستان د نړیوالي ټولني فشار او بندیزونه د هیچا په ګټه نه دي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۵ وری، ۱۴۰۲ل): اقتصاد وزارت؛ په افغانستان د نړیوالي ټولني فشار او بندیزونه د هیچا په ګټه نه دي.

اقتصاد وزارت وایي چې له نړیوالي ټولنې غواړو چې په افغانستان د فشار په ځای د تعامل لاره اختیار کړي او زیاتوي چې په افغانستان د نړیوالي ټولني فشار او د بندیزونو لګول د هیچا په ګټه نه دي.

یاد وزارت زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید د تعامل لاره غوره کړي.

د دې وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي چې بندیزونو د افغانستان په اقتصادي، سوداګریز او بانکي وضعیت اغېزه کړې او په وینا یې، له نړیوالي ټولني زموږ غوښتنه ده چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د دې وزارت د معلوماتو په اساس، اوس مهال د افغانستان بېلابېلو برخو کې څه باندي ۵۰۰ بهرنۍ مرستندویه موسسې فعالیت کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال نظري وایي چې په ټوله کې له افغانانو سره د نړیوالو بنسټونو له مرستو هرکلی کوو او هغوی ته اړیني اسانتیاوې برابروو.

په ورته مهال د ناروې د پناه غوښتونکو شورا وایي چې له بندیزونو ناسم تعبیر د افغانستان د سوداګریزو چارو په وړاندي جدي ستونزي جوړې کړې دي.

د یادي شورا د کورنیو چارو مسؤل وایي چې افغانستان یوه اغیزناک اقتصاد ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx