افغانستان

افغانۍ سره میاشت؛ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۹ ماشومانو درملنه کوو

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۵وری، ۱۴۰۲ل): افغانۍ سره میاشت؛ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۹ ماشومانو درملنه کوو.

افغاني سره میاشت وایي چې د تېري چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې یوه روغتون ته ۱۹ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ور پېژندلي دي.

دا اداره زیاتوي چې له روغتون سره یې هوکړه لیک لاسلیک کړی چې د ناروغانو ماشومانو پوره درملنه او عملیات به کوي.

دا په داسي حال کې ده چې په تېرو اتو ۸ میاشتو کې دې ادارې ۸۶۵ ماشومانو درملنه په ځان منلې.

باید وویل شي چې د یادو ناروغو ماشومانو د درملني په موخه ټول مالي لګښت یادي ادارې په ځان منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx