نظــر

فلسطیني مظلومانو سره د غمشریکي اوښکې….!

احمدزی

تیره ورځ مې رسنیو کې ولوستل، چې ګواکې د اسرائیلي رژیم ظالمو عسکرو د فلسطین د مظلومو مسلمانانو پر وړاندې یو ځل بیا له وحشت ډک کریغړن عمل تر سره کړی او د مسلمانانو په لومړۍ قبله کې یې هغوی لومړی یرغمل او بیا یې سخت شکنجه کړي دي.
د هغوی د تړلو لاسونو صحنه رښتیا هم بوږنونکې وه، ماته یې همغه د اشغال د لومړیو شیبې را یادې کړې، چې بندي شویو ملګرو به په امریکایي بیسونو کې د ورکړل شویو شکنجو خاطرې بیانولې او له هیجان ډک مجلس کې به یې په زړونو کې د کسات ولولې را پورته کولې.
خو؛ فلسطین کې بیا دا عیني تصویر وه، نه خو یې د څنګلوري چلتار بندو شعاریزې کریغې را پورته کړې او نه هم بشر دوستو کفارو یې د حق غوښتنې لپاره ژغ پورته کړ.
ښایي د مسلمه امت د دې مستضعف حال وجوهات نور هم زیات وي، خو تر ټولو ستر لامل یې ښایي بیځایه تطمیع، نا پایه هیلې، خپلمنځي اخ و ډب او ماتې حوصلې وي؛ هغه څه چې یو وخت یې همدې مسلمانانو، اوسني کفار کونج ته کړي وه او د عثماني خلافت تر چتر لاندې، د مسلمه امت راج پرې چلیده.

وایي: کوم ملت چې خپل ارزښتونه پریښوودل، تعرضي سنګر یې په دفاعي ټولي بدل کړ او عسکرو یې د تورو پر ځای، په تجملي شیانو اکتفاء کوله؛ د هغوی د زوال شیبې، دښمن په خپلو ګوتو خپله شماري.
که وګورو همدا د اقصاء متمدن، شیک پوشي مسلمانان، د دې پرځای چې د فلسطیني ناسور په ژر رغولو کار وکړي، پرځای له لویدیځوال کلتور نه استفاده کوي، پر جهادي مقاومت تمرکز ورته بې ځایه موضوع بریښي او د نړیوالو غندنې ته یې سترګې نیولې دي.

هغه تحریریان، چې وایي، د دوی مبارزه له فلسطین نه راپیل شوې او دامهال، د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې روانه ده؛ هغوی هم له بیځایه تبلیغاتي ازدحام جوړولو ور آخوا بل کوم څه نه لري؛ که دا ډله چې غوښنه برخه بودیجه په مطبوعاتي او فکري فعالیت لګوي؛ رښتیا هم د مستضعفو مسلمانانو غم اخیستي وي، نو لومړی خو دې د خپل ادعا شوي لکونو لښکرو یو مارش پر اسرائیلي رژیم ور وکړي.

هغوی چې ادعا د سلګونو میلیونو مسلمانانو په منځ کې د نفوذ کوي او د ۵ میلیوني یهودي هیواد د مظالمو مخه نه شي نیولای، خاورې به یې هغه مبارزه او مقاومت وي چې دوی یې مونږ ته په سترګو کې تاووي.
کټ مټ لکه داعشي ځناور؛ چې په موصل کې تر قیام وروسته، ددې پرځای چې منځني ختیځ کې یهودي نفوذ جرړې وباسي، افغانستان ته راغلل او دلته یې د سوچه مسلمانانو قتل عام او بیا مسلمانول پیل کړ.
هغوی هم د تلابیب د کنډواله کیدو پر ځای، د حماس او الفتح خوځښتونو بې وسلې کول او د اسرائیلي رژیم ټولواکي غوښته، چې په همدې موخه یې د کفري مخ د پټیدو په پار، د اسلام په نقاب ځان وپوښه….

د پای خبره…..!

 

راځئ که رښتیا په فلسطین غمیدلي یو او تویدونکې اوښکې مو د تمساح نه وي؛ نو په لاندې څو ممکنه لارو تمرکز زیات کړو.

۱_فکري داعیه:
هیوادوال مو باید وپوهیږي، چې افغانستان کې ګټل شوی اسلامي نظام نه د کوم لاریون پایله وه، نه د سیاسي جوړجاړي نچوړ وه او نه هم د غوښنو امتیازاتو بدیل؛ بلکې د سوچه مقاومت او سپیڅلو، بیسارو قربانیو ثمره وه، چې د لوی دجال ورمیږ مو په کې مات کړ؛ اوس هم که غواړو ملتونو ته فکر ورکړو، باید دا ورته وانمود کړو، چې مونږ څنګه او ولې د بریا تر پوړیو عروج وکړ او څنګه باید له مونږ زدکړه وکړي.

۲_ سپیڅلی قیادت

د مبارزې د استمرار او دوام لپاره اصل دا دی، چې لیډرشیف /مشرتابه به سپیڅلې روحیه لري او تل به پر خپلو ما تحتانو د پرمختګ باور لري او پر دې به هم باوري وي، چې زما لږ خشن چلند هم د ټول صف د خرابیدو پیلامه کیدای شي.
افغانستان ته آزادي همدې سپیڅلي قیادت راوستله…
که مونږ د فلسطین په څیر مستضعفو مسلمانو وروڼو ته مشوره ورکوو، نو وړاندیز به مو ورته دا وي، چې د بریا راز یې د قیادت په سپیڅلتیا کې نغښتی؛ هغه مشر چې د مقابل لوري له فرهنګ، کلتور او کړنو دومره متأثره وي، چې حتا په لباس، فیشن او… کې یې ورسره توپیر نه کیږي، نو دغه کلتوري یرغمل ته به د بریا کومې هیلې وشي؟

۳_اطاعت

هر صف، تحریک او خوځښت د مشرانو په اطاعت مخته کیدای شي، اسلامي امارت یې یوه بیلګه ده، نو که فلسطینۍ مقاومت کوونکې ډلې ټپلې تر یوه واحد مشرتابه لاندې راټولې نه شي، هیڅکله به د غلیم د تحرکاتو پر وړاندې سپر جوړ نه شي؛ لا خو به یې دنګې ځوانۍ بې هدفه چپه کیږي خو د وینو له بوی به یې دښمن استفاده کوي.

۴_پر وسایلو تمرکز

هر جهادي مقاومت باید د خپل غلیم د را نسکورولو پخاطر د ماډرن وسایلو پر جوړولو لاس پورې کړي، دغه راز دې د نویو ځوانانو لپاره د جهادي زدکړو په برخه کې د فکري روزنې تر څنګ، د جګړییزو وسایلو په ور زده کولو کې هڅې ګړندۍ کړي.

۵_ خپل هدف تعقیبول

هر جهادي مقاومت باید د مطلق بریا هیلې هر وخت ژوندۍ وساتي، د دښمن نسکورول د اسلامي نظام حاکمیت او د خپلو هڅو او شهیدانو د آرمانونو د تحقق په پار باید له هر ډول مایوسي لرې و اوسي.
که غواړو مستضعف او محکوم مسلمانان وهڅوو، باید همدې ته ورته احسنې لارې ور وښیوو، همدا به ښایي د بریا لار وي.

احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx