افغانستان

قلندر عباد؛ ژمن یو چې د هیواد تر لرې پرتو سیمو معیاري روغتیايي خدمات ورسوو

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۶وری، ۱۴۰۲ل): ډاکټر قلندر عباد؛ ژمن یو چې د هیواد تر لرې پرتو سیمو معیاري روغتیايي خدمات ورسوو.

د عامي روغتیا وزارت وزیر ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي چې عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هیواد د هر وګړي د روغتیا لپاره کار وکړي او د هیواد تر لرې پرتو سیمو به معیاري روغتیایي خدمات ورسوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې په نړیواله ټولنه غږ کوو چې له افغانستان سره په دې برخه کې اوږه په اوږه ودرېږي او د روغتیايي سکتور ملاتړ وکړي ترڅو د هیواد هر وګړی د روغتیا په برخه کې له خپلو حقونو برخمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx