fbpx

زموږ د سیاست بې ارادې لوبغاړي

نښتر کالم – لیکوال- (نعمان منلی): نن د عبد الله ابن المقفع د کلیله ودمنه په څیر د څارویو یوه کیسه درته کوم، دا به مو اوریدلي وي چې انسان د الله د دین لاره پریږدي له ځناوره هم بدتر شي زموږ د واک او قدرت ډیرو تږیو او لیونیانو د الله د دین لارښوونې او دیني اخلاق تر پښو لاندي کړي دي ځکه یې د واک ترلاسه کولو په منډه کې سپکې او بدې بیلګې پرې اېښې دي نو دا كيسه په موجوده حالاتو پوري ښه نښلي، خامخا به خوند او پند ورنه واخلئ، کیسه د خره، زمري او ګیدړې ده، دا خو ټوله ته معلومه ده چې زمری د ځنګله پآچا دی، یوه ورځ زمری وږی شو مکاره ګیدړه خو به یې تل څنګ ته ناسته وه ګواکي مشاوره یې وه زمري ورته وویل: زما د خوراک څه تیاری وکړه کنه دومره وږی یم چې تا خورم، ګیدړې ورته وویل: په ما به دي څه وشي او بل دا چې خر موجود ده همدا اوس به یې درته راولم، زمري ورته وویل: ژر کوه ناوخته نکړې.

ګیدړې په منډه خره ته ځان ورساوه او ورته ویې ویل: زمری د یوه ستر څنګله له پاره د یوه مدبر مشر د ټاکلو اراده لري، هله ژر کوه راځه زه دي ورسره شناخته کړم شونې ده دا د مشرتابه ستر ویاړ ستا په برخه شي، خره ورته کړه داسي به نه وي، ګیدړې په خپله چالاکي سره خر غریب قانع کړ او د قدرت په مینه او شوق له ګیدړې سره روان شو، په لاره یې په مټکور دماغ کې ډیر ګلابي فکرونه راتېریدل، واک به یې او ځواک به وي خدم او حشم به وي، زه به د واک په ګدۍ خرامان ناست یم او امرونه به چلوم… لنډه دا چې زمري ته ورسیدل، د زمري په مخکي یې لا خبرې نه وې پیل کړې چې هغه په خونړۍ پنجه وواهه، ښه و چې خره خپل سر ښکته کړ خو بیا یې هم خپل غوږونه له لاسه ورکړل، او په منډه بریالی شو، او په دې توګه خر واک ته د رسیدلو په لومړي پړاو کې ناکام شو.

که څه هم ګیدړې خره ته د مشرتابه د ورکولو په دې ځنګليي مراسمو کې شتون نه لاره خو چې وروسته راغله زمری یې خشمیدلی ولید ګیدړې ته یې کړه چې هله ژر کوه خر راوله کنه ستا خیر نشته، ګیدړې ورته وویل سمدستي یې راولم ، ګیدړه بیا د خره په لټه کې ووتله، خر یې پیدا کړ او قهرجنه لهجه یې ورته وویل: رښتیا چې خر یې او په څه نه پوهیږې، ولې دي د ځنګله د پاچا له مجلس نه منډه کړه او دا مهم چانس دي له لاسه ورکړ؟! ایا ته نه غواړې چې د یوه ستر ځنګله واک ترلاسه کړې؟ خره په ځړیدلي سونډک ور غبرګه کړه: ګیدړې ورځه په نورو ملنډې ووهه ته دروغ وایې هغه ما ته هیڅ هم نه راکوي بلکي ما خوري، ګیدړې وویل: ستا خبره سمه نده هغه خامخا تاته واک او قدرت درکوي، خو ته له صبر نه کار اخله او بیړه مکوه، خره ورته وویل: نورې خبرې پریږده هغه زه په سر په پنجه ووهلم او غوږونه مي اوس هم همالته پراته دي د دې څه مطلب ده؟ ګیدړې ورته وویل: هی ساده ګله ! ته لا په دې هم نه پوهیږي هغه باید حتما ستا غوږونه پریکړي وی کله چې هغه تاته واک درکړي او تاج در په سر کوي نو له دومره غوږونو سره ته کولی شې تاج په سر کیږدې؟ ستا د غوږونو له پریکولو یې موخه همدا وه چې په سر دي تاج ښه راشي.

د خره ناشولته زړه ته د ګیدړې خبره ولویده او په زړه کې یې نوې هیلې راوټوکیدلې، ګیدړې ته یې وویل: چې داسي ده نو درځه، رښتیا هم د زمري تدبیرونه زموږ په ګټه دي، دواړه د زمري خواته ورسیدل او خره زمري ته وویل: وبښه زه په لومړي پړاو کې پوه نشوم، زمري ورته وویل: خیر ستونزه نشته، خر په احترام ولاړ و زمری ور پورته شو د شا له خوا یې یوه ناترسه چمبه وواهه، او لکۍ یې ورنه پریکړه، خره بیا منډه کړه او په منډه یې ځان خلاص کړ، ګیدړې ورته وویل: پاچا صاحب ماته مو بیا ستوماني پیدا کړه، زمري ورته وویل: په منډه یې راوله کنه حوصله مي نوره ختمه ده، ګیدړې ورته کړه همدا اوس یې راولم، په دې توګه خر په دویم پړاو کې هم واک ته په رسیدلو بریالی نشو.

ګیدړه د مکاري له نورو تدبیرونو سره د خره په لور روانه شوه خر یې پیدا کړ او ورته کړه یې: په تا څه شوي دي چې منډي وهې؟ خره ورته وویل: ګیدړې ته لویه مکاره یې زما غوږونه او لکۍ ستا له لاسه د واک ترلاسه کولو په دروغو وعدو کې له منځه ولاړل، نور ما پریږده غوږونه او لکۍ مي هم دربښلي چې له شره دي خلاص شم، ګیدړې له ځانه سره وویل: د قدرت او واک په وعدو به دي له دا کدو سره هم خلاصوم، او خره ته یې وویل: ګوره خره ! یو څه له سوچ او فکر نه کار واخله، ته ووایه له دا بلامړې لکۍ سره به ته پرتخت څنګه کینې؟ زمری ستا پر تهذیب او مشرتابه ته تیارولو لګیاده، هغه ستا په غم کې دی او ته منډې ورنه وهې؟! د خره فکر همدومره و ژر یې د ګیدړې په خبرو باور وکړ او زمری یې خپل خواخوږی ویاله او بیا له ګیدړې سره روان شو.

دا ځل نو د زمري لوږه هم اوج ته رسیدلې وه، خر او ګیدړه ور ورسیدل خره ورته کړه زما عذرونه به منې زه پوه نشوم چې ته ټول زما په خیر لګیا یې، دا ځل هر امر ته تیار یم، زمري په ډاډه زړه هغه له مرۍ ونیو او پورته یې کړ، خره نارې کړې: نو تاج به چرته ږدم… تاج… تاج …. او د تاج په مینه کې یې له سره هم ځان خلاص کړ، زمري ګیدړې ته وویل: ژر کوه لومړی د زمري ینه، مازغه او… راته تیار کړه ، ګیدړې په منډه دا بلاو بتر ورته تیا رکړل خو ماعزه نه و په کې، زمري وویل: هغه مهم توکی مازغه څه شول ؟ ګیدړې وویل: پاچا صاحب که ماغزه یې وی په دریم ځل نه درته راتلو . په دې توګه په دریم پړاو کې زمری بریالی شو چې د واک لیونی او تږی خر ښکار کړي.

واک او قدرت ته رسیدل په لاره کې پریمانه ستونزې لري بې ادبي معاف ځیني د واک لیوني کټمټ د دې کیسې د واک په مینه کې لیوني لوبغاړي … په څیر په دې لاره کې له هرڅه تیر وي. څو قدرت ترلاسه کړي، زما په فکر د واک له پاره د دې نامراده خره په څیر په حماقت سره له سره تیریدل به دومره بده خبر نه وي لکه د ازادي او حریت په بیه واک ته رسیدل، د غلامي په صورت کې بې ارادې واک ده اراده به د نورو چلیږي نوم به د غلام اخیستل کیږي، په هیواد کې موجوده روانه سیناریو د همدې بې ارادې خلکو ده کنه د ولس اراده خو په دویم پړاو کې په هر صورت معلومه شوه بیا ولي له جان کیري پرته خبره نه حل کیدله؟ خدای خبر په راتلونکي پنځه کلنه زماني مقطع کي به زموږ د سیاست د دې بې ارادې لوبغاړو له لاسه څومره نادودي او حماقتونه ووینو الله دي د دې ولس مل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د