
افغانستان
مولوي عبدالکبیر؛ ا.ا. د هغو پانګوالو چې هیواد ابادۍ ته کار کوي، ملاتړ کوي
نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۲ل): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال؛ ا.ا. د هغو پانګوالو چې هیواد ابادۍ ته کار کوي، ملاتړ کوي.
د ارګ له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ساختماني چارو له یو شمېر پانګوالو سره لیدلي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یادو پانګوالو سره د لیدني په مهال ویلي چې ا.ا. د هغو پانګوالو ملاتړ کوي چې د هیواد د ابادولو لپاره کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په لیدنه کې یادو پانګوالو ژمنه کړې چې کابل ښار کې به خپلي نیمګړې پروژې بشپړي کړي او ترڅنګ به یې یو شمېر نوري معیاري ودانۍ هم ورغوي.
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ زه احمدالله دهلمند اوسیدونکی یم اوس کابل کی یم ما داویل چی زمادکورنی څخه ډیرشهیدان تللی نوزموژ سره دی کومک اوسی دحوکومت له خوا مننه