افغانستان

مالیې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹۳ میلیارده او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۲ل): مالیې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹۳ میلیارده او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د مالیې وزارت مسؤلینو د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکې کې د یوه خبري کنفرانس له لاري، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

په یاد خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس ویلي چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټولیز ډول ۱۹۳ میلیارده او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو عمومي ریاست ته د ۹۶ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وه چې له نېکه مرغه یاد ریاست له ټاکل شوي هدف څخه ۱۱۱.۵۳ میلیارده افغانۍ زیات عواید راټول کړي دي.

د مسؤلینو په وینا، له ۱۶ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته د کاري وختونو زیاتول، د ترانزیټي تضمین د طی مراحلو پروسې ساده کول، د ۱۹۸ اقلامو سوداګریزو توکو د تعرفې فیصدۍ د زیاتولو او کمولو په اړه د اړینو پرېکړو ترسره کول، د ملي کوډونو رامنځته کول او د ټولو مالیاتي جرایمو معافیت، د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې د اسانتیاؤ برابرولو لپاره د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

د دې وزارت مسؤلین همداراز زیاتوي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د ۳۲۶ اقلامو لومړنیو توکو له غنمو، اوړو، غوړیو، وریژو، بورې او داسي نورو توکو په قېمت او ګمرکي محصول کې له ۵۰ نه تر ۷۰ سلني تخفیف په پام کې نیول شوی څو له دې لاري په بازارونو کې د لومړنیو توکو نرخونه کنترول شي خلګ یادو توکو ته لاسرسی پیدا کړي او دغه راز سوداګرو ته هم اړیني اسانتیاوې برابري شي.

د مسؤلینو په وینا په وروستي یوه کال کې د ۱۷۰.۴۳ افغانیو په ټولیز ارزښت، ۱۸۹۰۸۸ محمولې صادرات شوي چې ۵ میلیارده او ۲۳۶ میلیونه او ۵۹۵ ټنه سوداګریز توکي پکې وه همدارنګه د ۵۹۹.۲۲ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت، ۵۸۸۳۰۸ محمولې واردات شوي چې ۱۵ میلیارده او ۹۵۸ میلیونه او ۴۷۵ ټنه سوداګریز توکي پکې شامل وه.

د مالیې وزارت مسؤلین وایي چې په سیستم کې د اجناسو د قېمتونو معیاري کول، په ګمرکونو کې د توکو د دقیق وزن معلومولو لپاره د ۱۹ ساده او ډیجیټلي تلو ترمیم او نصبول او له اسیکوډا الکترونیکي سیستم سره د هیواد د ټولو ګمرکونو نښلول، له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د دغه وزارت له مهمو اقداماتو څخه دي.

د دوی په وینا، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ۴۴.۲۴ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت، ۳ میلیارده او ۱۶۲ میلیونه او ۶۳۲ ټنه د ډبرو سکاره (۹۴۸۲۳محمولې) صادر شوي چې له دې لاري څخه ۱۴.۶۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د معلوماتو له مخي په بنسټ په ۱۴۰۱ مالي کال کې د مالیې وزارت عادي او پراختیایي بودیجه، ۲۳۹ میلیارده او ۳۷ میلیونه او ۳۱۴ زره او ۷۴۹ افغانۍ وه، چې د ۸۱.۶۸ سلنه یې لګول شوې او دغه وزارت د سپما اصل په مراعتولو، د بې ځایه لګښتونو مخنیوي او له فساد سره د مبارزې پایله کې د ۴۳ میلیارده او ۷۸۹ میلیونه او ۱۵۵ زره او ۵۷۵ افغانۍ کسر مخنیوی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx