افغانستان

مولوي عبدالکبیر؛دخپلو امکاناتو په محدوده کې دټولو افغانانو ستونزوته رسیدګي کوو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۲ل): مولوي عبدالکبیر؛ د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي کوو.

له ارګ څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، علماؤ او مخورو سره کتلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د هیواد له شپاړلسو ولایتونو څخه راغلو لسګونو مشرانو او علماؤ د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.

خبرپانه کې ویل شوي چې یادو کسانو ویلي چې په پوهنیزو، روغتیايي او پراختیايي چارو کې په خپلو ولایتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې شته ستونزي یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قرباني ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیارغوني مستحق دي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت هڅه کوي د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت د هیواد د تلپاتي پراختیا او انکشاف په غرض د سترو او متوسطو اساسي پروژو چاري پیل کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx